د جګړې دوام دیني، ملي او اخلاقي سپيناوی نه لري
کابل/ د غبرګولي ۲۳مه/ باختر
که څه هم روانه جګړه پر افغانانو تپل شوېده او له همغه پيله جوته وه چې دا د پردیو جګړه ده، د پردیو د موخو لپاره ده، د پردیو په لمسون او ملاتړ روانه ده؛ خو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې د دوام لپاره ټول دلایل او توجیهات له منځه ځي او د جګړې دوام په بشپړ ډول مردود کېږي. د باختراطلاعاتي آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
افغانستان د سیمې او نړۍ د سیالو ځواکونو د منفي رقابتونو او کشمکشونو قرباني شوی دی. روانه جګړه له همغه پيله تپل شوې جګړه وه. کله چې دلته د جګړې تنور تود شو؛ نو بیا هر بهرني په کې د خپلې ډوډۍ د پورې کولو کوښښ وکړاو دا کوښښ لامل شو چې د جګړې تنور همداسې تود او ګرم پاتې شي. مخالفو ډلو د جګړې د دوام لپاره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون پلمه ګڼله او کوښښ یې دا و چې دې جګړې ته د جهاد نوم ورکړي. اوس چې بهرنیو ځواکونو کډې بارکړي دي او روان دي؛ نو ورسره جوخت د جګړې د دوام هغه پلمه هم له منځه ځي.
د اسلامي نړۍ ګڼو مشهورو علماوو بیا بیا فتواوې ورکړي دي او په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا او مردوده بللې ده. څو ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان علما په سعودي عربستان کې سره جرګه شول او دوی هم په افغانستان کې د جګړې دوام غیر دیني کار وباله. دغه راز د مکې مکرمې امام هم په افغانستان کې د جګړې د دوام پرخلاف غږ پورته کړ. دا اوس لکه لمر روښانه ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې یو لوری د افغانستان دولت دی او بل لوری طالبان. له دیني پلوه دواړه لوري مسلمانان دي او د مسلمانانو تر منځ جګړه جواز نه لري. که له ملي اړخه ورته وګورو؛ نو دواړه لوري افغانان دي او که څوک پر جګړې ټینګار کوي او دوام یې غواړي، مانا یې دا ده چې د افغان وژنې دوام غواړي. که له بشري اړخه ورته وګورو؛ نو دواړه لوري انسانان دي او د انسانانو تر منځ جګړه له اخلاقي اړخه جواز نه لري. په دې توګه روانه جګړه او د دې خونړۍ جګړې دوام هېڅ ډول دیني، ملي او اخلاقي جواز او سپیناوي نه لري. که څوک بیا هم پر جګړې ټینګار کوي، مانا یې دا ده چې دیني، ملي او اخلاقي ارزښتونو ته د توت پاڼې هومره ارزښت هم نه ورکوي او خپلې کرغېړنې موخې پالي او دا موخې په حقیقت کې د پردیو موخې دي، دهغو کړیو موخې دي چې په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي. هغوی چې د جګړې پر دوام ټینګار کوی او په یوه نه یوه بڼه د هغې د دوام لپاره دلایل لټوي، باید خپلو ناروا دریځونو ته له سره کتنه وکړي، سرونه په ګرېوانونو کې کښته کړي او فکر وکړي چې دوی له چا سره جګړه کوي، چا ته یې د ټوپک شپېلۍ نیولې ده، د چا کور ورانوي، د چا شتمني له خاورو سره خاورې کوي؟ د دې جګړې تر ټولو ډېر زیان چا ته رسېږي؟ پردیو ته که خپلو ورونو او خویندو ته ؟ که جګړه دوام مومي، د چا هېواد ورانېږي او کنډواله کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې مسوولانه ځواب غواړي، د دیني، ملي او اخلاقي اصولو او ارزښتونو په رڼا کې ځواب غواړي.، د افغانستان او افغانانو د راتلونکې په اړه د ژور او ستراتېژیک فکر له مخې ځواب غواړي.
اوس د ټولو دیني، ملي او اخلاقي مسوولیت دی چې اوربند وکړي، دې تپل شوې خونړۍ جګړې ته یو ځل او د تل لپاره پای ورکړي. د سولې په فضا کې افغانان لکه ورونه د پردیو له لاسوهنو او فشارونو پرته کولای شي د خبرو مېز ته کېني او د ټولو مهمو مسالو په اړه بحث وکړي او ګډ ملي تفاهم او اتفاق ته ورسېږي.
ختم- ن-ش