د جګدلک یاقوتو کان آفرګشايي ترسره شوه
کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ او په شرایطو برابر د داوطلبیو شرکتونو د استازو په شتون کې، د جګدلک یاقوتو کان آفرګشايي ترسره شوه.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاقوتو کان آفرګشايي په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډونوالو ته د دغه کان د مساحت، اکتشاف، استخراج او پروسس په اړه خبرې وکړې.
شیخ دلاور همدا رنګه د پنجشېر زمردو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې په یاد ولایت کې د زمردو سلګونه کانونه تثبیت شوي چې ۴۰۰ تنو ته د کان کیندنې جوازونه ورکړل شوي او تر ۱۰ زره کسان په مستقیم ډول په کې په کار بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې په اوو داوطلبیو کې د دوه میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، ۲۰ زره قیراط زمرد پلورل شوي او د کانونو او پټرولیم وزارت هڅې روانې دي چې د زمردو د پلور لپاره په آنلاین ډول داوطلبي ترسره شي، ترڅو کورني او بهرني سوداګر هم پکې ګډون وکړي.