سیاست

د جيوديزي او کارتوګرافي د ادارې د جوړيدو اووه پنځوسمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
د افغانستان د جيوديزي او کارتوګرافي د ادارې د جوړيدو ٥٧ مه کاليزه   د اصلاحاتو او  ښې حکومتوالۍ  په چاروکې  د جمهور رييس  د فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود په شتون  د دغې ادارې په مقرکې  ونمانځل شوه .
د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس فوق العاده استازي د خبرو په ترڅ کې په تيرو کلونوکې د حکومت  له پرمختيايي او ټولګټو پروژوڅخه د اغيزمنې استفادې په مقصد له ځمکې او  طبيعي سرچينو څخه د کار اخستلو په مقصد د نقشې اخستلو او برابرولو په لاره کې د دغې ادارې د کړنو له امله قدرداني وکړه او د دغې ادارې له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د ورځې له مدرنو تکنالوژۍ څخه په استفادې سره دې د هيواد  د پولو، سرحدي ولسواليو او د اداري واحدونو باوري نقشه واخلي او د جغرافيايي،  اقتصادي او ټولنيزو پروژو او ښار جوړولو او د کرنې د پروژو د طرحې او تطبيق لپاره دې له حکومتي او غيرحکومتي بنسټونوسره مرسته وکړي .
  ده د جيوديزي او کارتوګرافي د ادارې رول مسلکي او تخصصي وباله او څرګنده يې کړه چې د انډوليزې پرمختيا او داغيزمنې استفادې  بنسټ  او د اداري واحدونو  د طرحو تطبيق کولى شو  د نقشو په تشخيص او  تفکيک سره وټاکوو.
دجمهور رييس فوق العاده استازي د پولو او ولسواليو د تفکيکي نقشو برابرول  ستره اړتيا وبلله او ويې ويل: د پولو او د ادارو ټاکنه مرسته کوي چې د ولايتي شوراګانواو د ولسواليو د شوراګانو د شفافو انتخاباتو او د نورو ملي او سياسي بهيرونو په ګډون دحکومت د راتلوونکي پروګرامونو لپاره دقيقه احصاييه تنظيمه کړي.
د جيوديزي او کارتوګرافي د ادارې رييس عبدالرووف ياري هم د دغې ادارې  د فعاليتونو او پروګرامونوپه باب د جمهور رييس فوق العاده استازي ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې دغه اداره په دې بريالي شوې ده چې د حکومتي واحدونو د نقشو اخستلو لپاره هيواد د ٣٤ ولايتونو او د ٣٦٥ ولسواليو او د حيرتانو د ښارګوټي په تفکيک سره څه دپاسه٥٠ زره کلي د جمهوري رياست، پارلماني او د ولايتي او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتي حوزو د استفادې په لاره کې او د هيواد په کچه د انډوليزې ودې او پرمختيا لپاره  دولتي او غير دولتي بنسټونوته سپارلي دي چې په برياليتوب سره له بهرنيو ځواکونو څخه د افغانستان امنيتي ځواکونو ته دليږدونې او له جمهوري رياست  د١٣٩٣ کال  دانتخاباتوبهير  دهمدغو نقشو له مخې ترسره شوي دي .
د جيوديزي او کارتوګرافي د ادارې مسوولينو د خپلو راتلوونکو کارونو د پرمخ بيولو په لاره کې د جمهور رييس له فوق العاده استازي څخه دښار جوړولو، انرژۍ او اوبو، فوايد عامې، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا، کانونو او پتروليم او دماليې  د وزارتونو په ترکيب کې د پرمختيايي بنسټونو په درې ګونو شوراګانوکې ددغې ادارې د شموليت غوښتنه وکړه.
د جوديزي او کارتوګرافي اداره له ١٣٣٧ کال راپديخواپه اغيزمنه توګه له ځمکې او له طبيعي منابعو څخه د کار اخستلو او د هيواد له پرمختيايي او ټولګټو پروژو څخه داغيزمنې استفادې په مقصد جوړه او په کار يې پيل کړى دى او همدا اوس  دغې ادارې د نړۍ د نقشې اخستلو( ګلوبل مپنګ) د ١٥٢ هيوادونو غړيتوب او د هايکو د هيوادونو د نقشې اخستلو د سازمانونو غړيتوب هم ترلاسه کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته