ټولنه

د جوماتونو ملاامامان : دامنيتي منسوبينو په وړاندې جګړه ديني توجيه نلري

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
دجوماتونو امامانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې مسلمانان يو والي او پيوستون ته راو بلل او دهېوادامنيتي منسوبينو په وړاندې  جګړه يې  ناجايزه وبلله .په دغوخطبو کې وويل شول چې په امنيتي بنسټونوکې ددې هېواد دټولو مسلمانو قومونو بچيان شامل دي  او دوى  په اسلامي انګيزې سره  دهېواد دځمکنۍ بشړتيا ، ملي واکمنۍ  او دافغان کورنيو دسر اومال  او دامنيت ددفاع او ساتنې لپاره  مسووليت اخيستى دى   اوپه دې لاره کې خپل اسلامي ، ملي او هېوادنۍ پور ادا کوي او ددوى په وړاندې  جګړه هيڅ راز ديني توجيه نلري .
دهېواد  له مرکز اوولايتونو څخه دباخترآژانس دخبريالانو دخبرله مخې :
دجوماتونو امامانو په دغو خطبو کې  په ټينګار سره يادونه وکړه  هغه کسان چې دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دمنسوبينو په وړاندې جګړه کوي  ، په  جوماتونو او ګڼ ميشتو سيمو کې په ځانمرګي بريد او بمي چاودنو لاس پورې کوي  جاهل او ګناهکار بلل کيږي او دګناه ستر پټى په اوږو اخلي .
په دغو خطبو کې له مسلمانانو څخه  وغوښتل شول چې  په رامنځته شوي  حالت دبرياليتوب او خلاصون لپاره دې خپل يووالى اوپيوستون وساتي  او د کورنيو او بهرنيو دښمنانو ددسيسو په وړاندې دې په هوښيارۍ سره عمل وکړي اوله امنيتي ځواکونو سره دې همکاري وکړي.
په دغو خطبو کې دغه راز وويل شول  چې دماشومانو ، ښځو، بوډاګانو، ديني عالمانو او دقومي مشرانو په ګډون  دافغانانو ځورونه ، کړاول او وژل  جايز نه دي  او هغه کسان چې په دغه شان جنايتونو لاس پورې کوي داسلام دمبين دين  له تګلوري څخه  منحرف شوي  دي .
ديني عالمانو  له دولت څخه وغوښتل هغو کورنيو ته چې دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې په جګړه کې بند پاتې دي ډير ژر داړتيا وړ مرستې برابرې کړي او هغوى دې  ددې هېواد ددښمنانوله کلابندۍ څخه وژغوري .
دجوماتونو امامانو له اړو او بيوزلو  کورنيو سره مرسته  دهر  بډاى مسلمان دنده وبلله  اوله بډايو اشخاصو څخه يې وغوښتل  چې داسلام دسترپيغمبر حضرت محمد (ص)  له لارښوونو سره سم دخپل توان په  حدودو کې  له دغو کورنيو سره مرسته وکړي.
ديني عالمانو يادونه وکړه چې  په اوسنيو شرايطو کې يو زيات شمير کورنۍ  خوراکي توکو او دسون  موادو ته  اړتيالري  اوله دغه شان کورنيو سره مرسته  دلوى خداى  ( ج)  او دهغه درسول له ژمنې سره سم  دمرسته کوونکو په حال اومال کې  ستر اجر شاملوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته