کابل باختر د وري اته ويشتمه : دجوزجان پوليسو نن سهار ديوې ځوانې ښځې مړى ترلاسه کړ . دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري باختر اژانس ته وويل چې ددغې ښځې مړى دشبرغان ښار دکوښو دپلورنې په سيمه کې په داسې حال کې چې په پړونې سره زندې کړى شوې وه دپوليسو له خوا کشف شو . يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې ښځې دوژنې انګيزه لاتراوسه پورې نه ده روښانه شوې خو کشفي او امنيتي بنسټونو په دې اړوند څيړنې پيل کړي دي . ديوبل خبرله مخې ، دجوزجان پوليسو ديوه يوولس کلن هلک مړى نن ددرز اب ولسوالۍ دمغل دکلي دوستي دغاښې په سيمه کې ترلاسه کړ . دسيمې اوسيدونکو ويلي دي چې دغه ماشوم په دې ګومان چې دخور ميړه يې دسيمه ئيزو پوليسو په ليکوکې دنده لري دداعش دډلې له خوا په بې رحمانه ډول په يوه صحرايي محکمه کې ووژل شو او دا په جوزجان کې ددغې ډلې ډير بې سارى جنايت دى . ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل