امنیت

د جوزجان پوليسو د خاصې قطعې نوي قوماندان د خدمت ژمنه وکړه

کابل باختر د غبرګولي ۲۸ مه
د جوزجان پوليسو د ځانګړې قطعې نوي قوماندان نن خپل کار پيل کړ.
د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوليسو د ځانګړې قطعې د قوماندان په توګه د سمونيار شيراقا خرمي ټاکنه به  د امنيت په تامينولو او د دغې قطعې په چارو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د جوزجان امنيه قوماندان په داسې حال کې چې د دغې قطعې د سرتېرو او افسرانو پر پوځي او مسلکي تعليماتو ټينګار وکړ، زياته يې کړه چې د دغې قطعې په ټولو برخو کې به زيات کار وشي.
خرمي له اوو کلونو راپدېخوا د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې په پوځي برخوکې دندې ترسره کړې دي.
ده وويل چې هلې ځلې به وکړي، د دغې قطعې منسوبينو ته د نقشې «جي.پي.اس»، کُروکي او کورديناتو په برخو کې روزنيز او مسلکي پروګرامونه چمتو کړي.
  ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته