د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړيږي
کابل، د وري ۱۴ مه، باختر
د جوزجان په قوش تېپې ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په قوش تېپې ولسوالۍ کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
هېره دې نه وي، چې په یاد ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.