کابل باختر دلړم دمياشتې څلورمه :
دجوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديرش تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .
دغه راز په دغو عملياتو کې پنځه ويشت تنه نور طالبان نيول شوي دي .
دجوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دافغانستان داسلامي جمهوريت دلومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ دخماب ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي دي تراوسه پورې شل تنه طالبان وژل شوي ديرش تنه ټپيان او پنځه ويشت تنه نور طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې اوياموټر سايکلونه ، درې رنجر موټرونه يو سيمرغ موټر او دوه سراچه موټرونه هم دافغان پوځيانو لاس ته ورغلي دي .
عزيزي زياته کړه دغه چاڼيز عمليات دخماب ولسوالۍ په بيلابيلو ساحو کې دوام لري .
دجوزجان ولايت خماب ولسوالۍ له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او له شلو ورځو راپديخوا ددغې ولسوالۍ په مرکز کې دوسله والو طالبانو تحرکاتو او ډله ئيزو بريدونو دوام درلود او اوس امنيتي ځواکونه دپرمختګ په حال کې دى او په دغو عملياتو کې ښه برياليتوبونه لري
1 1 دقیقه لوستل