د جوزجان نوي والي په کار پيل وکړ
کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
د جوزجان نوي والي نن په کار پيل وکړ.
د باختر اژانس د سيم ييز خبريال د خبرله مخې ؛ جنرال محمد هاشم رييس، د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهور رييس د حکم له مخې د جوزجان د والي په توګه ټاکل شوى دى.
د جوزجان نوي والي د سيمه ييزوارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسي او مسلکي معين سرورجوادي له خوا معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.
سرورجوادي د جوزجان د رول او ارزښت او په اوسنيو شرايطو او د جهاد په دوره کې د دغه ولايت د خلکو د وياړنو په اړه خبرې وکړې او په جوزجان کې يې دښې حکومتوالى د تطبيق يادونه وکړه .
هغه وويل خلک رعيت نه دي بلکې د حکومتي مسوولينو مهم سلاکاران دي چې په هر کار کې د دوه اړخيزو اړيکو له په پام کې نيولو سره د خلکو له وړانديزونواو نظريو څخه زياته استفاده کېږي.
محمد هاشم رييس له خلکو وغوښتل چې له ده سره همکاري وکړي اوژمنه يې وکړه چې د خلکو ستونزې څېړل کېږي.
ختم_ج _ا