کابل باختر دتلي څلورمه :
د جوزجان ولايت د څلورو ولسواليو په درې زره تنو زده کوونکو نن سرميزي څراغونه چې له لمر څخه بريښنا ذخيره کوي؛ وويشل شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه څراغونه دافغانستان دماشومانودملاتړ د دفتر له خوا ددغه ولايت د آقچې، فيض آباد، خانقا او د خواجه دوکود د ولسواليو د ښوونځيو په زده کوونکو وويشل شول .
په جوزجان ولايت کې د ماشومانو د دفتر دملاتړمسوول ډاکتر احمد شاه قرار وايي: دغه څراغونه دهغو ښوونځيو په زده کوونکو ويشل شول چې دهغوى په سيموکې بريښنا نشته او هغوى کولاى شي د شپې له خوا د خپلو لوستونو دپرمخ بيولو لپاره هغه له ړنا څخه استفاده وکړي.
ده دغه پروګرام دپوهنې دحالت دښه والى لپاره ګټور وباله او زياته يې کړه چې دغه څراغونه له لګښت پرته زده کوونکو ته د رڼا يومنبع دى.
دجوزجان ولايت دپوهنې د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دا لومړى ځل دى چې ددغه ولايت د ښوونځيو په زده کوونکو د مطالعي لمريز څراغونه ويشل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل