کابل / باختر د لړم دمياشتې ١
د شمشير په نامه دامنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات پرون دجمهوري رياست دلومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ دجوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ پيل شول.
د باختر آژانس خبريال وويل : په خماب ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو پرخلاف دشمشير چاڼيز عمليات پرون د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په مشرۍ پيل شول او طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت چې پنځه ويشت تنه طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول او دطالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ويل کيږي چې په وژل شويو او ټپي طالبانو کې له اتلس کلنۍ څخه ښکته وسله وال کسان هم ليدل کيږي.
خبرځاى زياته کړه : طالبان له خماب ولسوالۍ څخه تښتيدلي دي او ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفيه شوې ده او طالبان دترکمنستان پولې ته څيرمه ځنګلي سيمو ته تښتيدلي دي چې دترکمنستان د سرحدي مقاماتو په سلامشورې سره دملي اردو دځواکونو تر بريد لاندي دي.
ديوبل خبرله مخې : د خماب ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې دسيمه ييزو پوليسو دسپرلۍ موټر په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې څلور تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول.