فرهنګ

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته افتخاري نښان ورکړ شو

شبرغان باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو د سراسري ملي اتحاديې افتخاري نښان
پرون د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته ورکړ شو .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه نښان پرون په دغه ولايت کې د فرهنګي او اطلاعاتي فعاليتونو په لاره کې  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کارکوونکو د ارزښتناکو خدمتونو په وياړ  د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو اتحاديې د مرکزي شورا د رييسه هيئت د غړي رجب کارګر له خوا د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس عظيم الله رحمانيار ته ورکړ شو.
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته