د جوزجان دولتي کارکوونکو د معاشونو د يوخيل کولو غوښتنه وکړه

٤٧- کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د جوزجان د دولتي ادارو يو شمېر کارکوونکو نن په يوه غونډه کې د خپلومعاشونو د يوشان کولو غوښتنه وکړه .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې غوڼډه کې يوشمېر ښوونکو د مدني ټولنې فعالانو، د ولايتي شورا غړو او د دولت کارکوونکو ګډون کړې و او د خپلو معاشونود يوشان کولو غوښتنه وکړه او د افغانستان د اتباعو په حقوقو کې نه مساوات د هېواد د نافذ قانون په تطبيقولو کې دوه ګونې کار وباله.
اعتراض کوونکو زياته کړه چې د ملکي خدمتونو کارکوونکي له ډير لږ معاش څخه برخمن دي چې په اوسنيوشرايطو کې د يوې کورنى د لومړنيو اړتياو ځواب نه شي ورکولى .
داسې کارکوونکي هم شته چې د سي بي ار او د سوپراسکيل په نومونو هره مياشت څه د پاسه سل زره افغانۍ معاش اخلي .
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته