کابل/د وږي ٤مه /باختر
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ خلکو د وحدت او د يو او بل د منلو غوښتنه وکړه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د جوزجان د اقچې ولسوالۍ يوشمېرخلک وايي د جګړې او ويني تويولو څخه چې په څو وروستيو لسيزوکې د افغانستان له خلکو څخه قرباني اخيستل ستړې شوي و او د تولو ولايتونوله فتحې وروسته يوې باثباتې او پرمختللي راتلونکې ته هيله مند دي.
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ خلک وايي چې اوس د هېواد خلک له بل هروخت څخه زيات ملي پيوستون او د يوبل منلو ته جدي اړتيا لري.
هغوى په دې باور دي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى او بايد د هېواد په بيا رغونه او پرمختګ کې ټول ونډه واخلي . ختم-ج-ا
0 1 دقیقه لوستل