د جوزجان بزګرانو کرنيز وسايل ترلاسه کړل
کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د جوزجان د درېيو ولسواليو له بزګرانو سره نن د کرنیزو وسايلو مرسته وشوه.
د جوزجان د اکتيد موسسې مسوول امان الله امين باختر آژانس ته وويل چې دغې موسسې په آقچې، خانقا او خواجه دوکو ولسواليو کې پر پنځه ډله بزګرانو چې د کليو د پرمختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې دي، کرنیز وسايل ووېشل.
خبرځاى زياته کړه چې په دې دوره کې په هره ډله بزګرانو له وسايلو سره يې يو کوچنى او يو ستر تراکتور، يو زرنج، بېل، قلبه، تيلر، د تخم شيندلو ماشين، او بياتي شته چې څه د پاسه۲۰ زره ډالر ارزښت لري.
ويل کېږي پخوا هم د اکتيد موسسې له بزګرانو سره مرسته کړې وه.
ختم- ج – ا