د جهان ګلوبل فند وجهي صندوق د عامې روغتيا له وزارت سره مرسته کوي

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣١ :
د جهان ګلوبل فند وجهي صندوق د عامې روغتيا له وزارت ته دشلو مليو نو ډالرو د ورکولو تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې به د هيواد روغتيايي سکټور د انتاني، نرى رنځ او ايډز د کمولو په برخوکې پيا وړى شي.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د عامې روغتيا وزيرې ډا کترې ثريا دليل نن د ګلوبل فند د شلو مليونو ډالروتفاهم ليک ددغه مرکز له استازى سره لاسليک کړ.
ډاکتره دليل وايي: له دغومرستو څخۀ به د انتاني، نرى رنځ او ايډز د ناروغيو دکمولو او مخنيوى په برخو او دافغانستان د روغتيايي نظام د پياوړتيا په لاره کې کارواخيستل شي .
ډاکترې دليل وويل: دغه تفاهم ليک په دوومحورونومتمرکز دى، د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، دکيفيت ښه کول او په ساري ناروغيو تمرکز کول.
دغه راز له دغو پيسو څخه د هيواد په اته ويشتو ولايتونوکې د نرسنګ د اته ويشتوښوونځيو د روزنيزو پروګرامونو په پرا ختيا او د نرسنګ ديو جامع ښوونځى د جوړولو لپاره استفاده کيږي او دغه راز د روغتيا د ښه والى، د مديريت په برخه کې د رو غتيايي معلو ماتو، د يو سيسټم لپاره پانګونه ګوي.
دګلوبل فند د آسيايي زون مسوول مدير د دغه تفاهم ليک  د لاسليک کولوپه ترڅ کې وويل: د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دفعاليتونو د پراختيا په اړوندنور پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري چې ووسته به اعلام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته