خبرونهنړۍ

د جنوبي کوریا پوځيانو د شمالي کوریا پر عسکرو ډزې کړي

نړۍ، د غبرګولي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د جنوبي کوریا د پوځ له قوله خبر ورکړی، چې د روانې جون میاشتې پر ۹ مه د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پوځ د شمال کوریا پر هغو ۲۲ عسکرو د خبرداري ډزې کړي، چې له پولې وراوښتي وه.

خبر کې وړاندې راغلي، چې د شمالي کوریا دغه پوځيان پولې ته نږدې د دندې پر مهال په تصادفي ډول د جنوبي کوریا خاورې ته اوښتي وه.

د یادونې وړ ده، چې ورستیو دوه اونیو کې شمالي کوریا لسګونه داسې بالونونه چې له کثافاتو او خځلو ډک دي، جنوبي کوریا ته وراستولي، چې د جنوبي کوریا د غوسې لامل ګرخېدلي. 

جنوبي کوریا کې خلکو ته خبرداری ورکول شوی، چې دغو بالونونو او په کې رالېږل شویو خځلو ته لاس ورنه وړي، ځکه ښایي زهرجن مواد ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته