نړۍ، د وږي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ
جاپاني رسنیو نن پنجشنبې سهار د دغه هېواد د سمندري ساتونکو له قوله خبر ورکړی، چې شمالي کوریا یو توغندی، چې ښايي بالیستیک وه، توغولی او د جاپان سمندر سره نږدې اوبو کې لګېدلی دی.
ورته وخت کې اسیشیوتید پرېس خبري اژانس په یو مطلب کې لیکلي، چې د جنوبي کوریا خلک خپل ټول ژوند د شمالي کوریا له لوري د اټومي برید په وېره کې تېروي.
شمالي کوریا دغه ازمونیه یوه ورځ وروسته ترهغې کوي، چې مشر یې کېم جونګ اون د خپل اټومي ځواک د لاپیاوړي کولو خبر ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې د خپل تولید بېلابېل ډوله وسلو او مهماتو ازموینې زیاتې کړي، چې د امریکا په ګډون سیمه کې یې د یو شمېر نورو هېوادونو اندېښنې راپارولې دي.