خبرونهنړۍ

د جنوبي کوریا اندېښنه؛ ولسمشر یې کېم او پوتین ته خبرداری ورکړی

نړۍ، د وږي ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبې خبر ورکړی، چې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول چک جمهوریت ته له سفر مخکې شمالي کوریا او روسیې ته خبر داری ورکړی او ویلي یې دي، چې که دغه دواړه هېوادونه د جنوبي کوریا امنیت ته ګواښ پېښ کړي نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

یون سوک یول د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د همکارۍ او د اوکراین جګړې ته د وسلو د احتمالي رسولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه به له خپلو نړیوالو متحدینو سره هم خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د جون په ۱۹مه نېټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د نورو هېوادونو له لوري د امنیتي ګواښونو پېښېدو پر مهال یو بل څخه دفاع کوي.

باید وویل شي، چې مسکو په وار وار له پیونګ یانګ سره د وسلو د تجارت ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا تړون د جنوبي کوریا لپاره کوم ګواښ نه پېښوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته