سیاستخبرونهاقتصادTOP

د جنوبي افریقا پانګه وال چمتو دي په پرمختللې ټکنالوژۍ د افغانستان کانونه استخراج او پروسس کړي

کابل، د چنګاښ ۴مه، باختر

د جنوبي افریقا یوشمېر پانګه والو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو، نن د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند سره وکتل. 

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د جنوبي افریقا پانګه والو په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شویو فرصتونو څخه په استفادې، د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي.

دغه راز د یاد هېواد د روغتیا برخې متخصصینو ویلي چې دوی د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ، غواړي په افغانستان کې د روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه یو معیاري او سمبال روغتون جوړ کړي، چې افغانانو ته په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې شي. 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هم، د جنوبي افریقا پانګه والو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر هر وخت ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګه وال کولای شي له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته