د جنايي جرمونو د کشف او تحقيق رييس: د يو انسان تښتوونکى د بياخوشې کيدو انديښنه لرم

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٤ :
دکابل پوليسو د انسان تښتونې د يوې قضيې عامل بيا ونيوه. دا په داسې حال کې ده چې پنځه تنه نور د ځمکې د غصبولو په تور ونيول شول، خو دکابل دپوليسو مقامات د قانون  له منګولو څخه د هغوى  بيا خوشې کيدو انديښنه لري.
دباختر آژانس دخبر له مخې: دکابل د ساحوي زون د امنيې قو ماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف او تحقيق رييس جنرال محمدظاهر چې نن يې د کورنيو چارو وزارت له ويندوى صديق صديقى سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې تېرکال د انسان تښتونې د يوې قضيې عامل ونيوه چې د تښتول شوى شخص غوږونه او پوزه يې پرې کړې وه؛ خو وروسته دغه سړى له کوم دليل پرته بيرته خوشې شوى دى.
جنرال ظاهر د دې کار له امله انديښنه لري چې دغه متکررمجرم بيا خوشې شي.
ده په څرګند ډول وويل چې ددغه سړى د خوشې کيدو په خاطر تر فشار لا ندې دى. زبرځواک اشخاص دغه شان فشار اچوي.
ده وويل چې دغوفشارونو ته نه تسليميږي، خو د تحقيق په نورو پړاونوکې د مجرم د آزادى له ا مله انديښنه لري .
دغه راز دکابل د پوليسو دغه مقام دپنځو تنو نورو د نيولو خبرورکړ چې په کابل ښارکې د يو زرو دوه سوه جريبه ځمکې د غصبولو تور پرې لګول شوى دى .
جنرال ظاهر وويل: پوليسو دغه پنځه تنه دکابل ښار د دولسمې ناحيې په مربو طاتوکې ونيول او شپږ تنه يې تښتيدلي دي.
دغه شپږ تنه په دې ترڅ کې چې په کابل کې د ځمکې په غصبولوکې اساسي رول لري؛ د پوليسو د يوافسر په ټپي کولو هم تورن دى .
دکابل د ساحوي زون د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف او تحقيق د رييس دڅرګندونو له مخې يو تن نيول شوى، پوځى دنده لري .
صديقى په دې خبري غونډه کې وويل: د يو خصوصي شرکت د هليکو پټر د سپرليو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې چې درې ورځې مخکې د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ونيول شول؛ دوام لري او ددغه هليکو پټر د سپرليو د خوشې کولو په خا طر د سيمه يزو مشرا نو له امکاناتوڅخه استفاده کيږي
دکورنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز له ښاريانو، په تېره بيا له ځوانانو څخه وغوښتل چې دقانون د رعايتولو په برخه کې حساس و اوسي او هغو موظفينو ته چې دعامه نظم د تامينولو لپاره هلې ځلې کوي؛ درنا وى وکړي .
صديقى د تايمنيو په سا حه کې د ترافيکو پوليسو د دووتنو موظفينو وهلو او ډبولو ته اشاره و کړه چې وروسته د دغې پيښې عامل له دغو دووتنوڅخه د بخښنې په غوښتنې سره ژمنه وکړه چې دقانون د حکمونو پيروي به وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته