کابل باختر د ثور لومړى :
د ايران داسلامي جمهوريت دفرهنګ او داسلامي ارتباطاتو دسازمان ريېس ، په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير او دايران دبېلابېلو پوهنتونونو يوشمېر ريېسانو د کابل پوهنتون ريېس حميد الله فاروقي او د دغه پوهنتون ځينو استادانو د دواړو هېوادونو افغانستان او ايران ترمنځ دعلمي او فرهنګي اړيکو دپراختيا په اړوند نن د جمهوري رياست له دويم مرستيال استاد دانش سره وکتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ استاد دانش لومړى د دواړو هېوادونوترمنځ دعلمي او فرهنګي اړيکو دپراختيا په موخه دکابل پوهنتون او دايران داسلامي جمهوريت د فرهنګ او د اسلامي ارتباطاتو دسازمان په مسوولانو د هڅو او هاند له امله خوښي څرګند ه کړه او ويې ويل له نېکه مرغه سياسي ننګونې او اقتصادي ستونزې هيڅکله په دې نه دي بريالۍ شوې چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دعلمي اوفرهنګي ايکو د پراختيا مخه ونيسي .
د جمهور ريېس مرستيال دې ته په اشارې سره چې دعلمي اوفرهنګي مبادلات دکتاب دنندارتونونو جوړول او د علمي اوفرهنګي سيمينارونو اوکنفرانسونو جوړول هغه موارد دي چې کولاى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلمي اوفرهنګي اړيکو له پراختيا سره مرسته وکړي .
استاد دانش ددې ټکي په بيانولو سره چې له افغانستان څخه په بهر کې وړاندې شوى تصور په هېواد کې له شته واقعيتونو سره سمون نه لري وويل :بنسټپالنه او افراطيت زموږ د سيمې لپاره يوه ننګونه ده او افغانستان دسيمې دټولو هېوادونو په استازيتوب له تروريزم سره دمبارزې په جبهه کې جنګېږي .
ده په دې باندې په ټينګار سره چې له تروريزم او بنسټپالنې سره مبارزه د سيمې د ټولو هېوادونوګډ مسووليت دى څرګنده کړه، هغې تاريخي سابقې ته په پاملرنې سره چې د افغانستان خلک يې دعلمي او فرهنګي مسئلو په باب لري او دغه راز په تاريخي ، فرهنګي ، ژبنيو ديني اوجغرافيايي برخو کې د دواړو هېوادونو ايران او افغانستان ترمنځ دزياتو اشتراکاتو په شتون سره د دواړو هېوادونوترمنځ دعلمي اوفرهنګي اړيکو پراختيا په ښه توګه امکان مننوونکې ده .
په دې کتنه کې دايران داسلامي جمهوريت دفرهنګ او داسلامي ارتباط د سازمان ريېس ابو ذر ابراهيمي ترکمان ، د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلمي او فرهنګي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او د دواړو هېوادونو د خلکو اشتراکات په تېره بيا دافغانستان او ايران ترمنځ فرهنګي اشتراکات يې بې ساري وبلل .
ده د افغانستان او ايران دپوهنتونونو ترمنځ علمي اوفرهنګي مبادلات د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلمي او فرهنګي اړيکو دپراختيا د زمينې برابروونکي وبلل او ويې ويل چې، ايران ته دکابل پوهنتون له لورې دهيئت له سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي خبرو دبهير څرنګوالى په سازمان موندلي ډول تعقېبېږي .
د دغه سازمان ريېس دافغانستان او ايران ترمنځ دمتقابلو علمي اوفرهنګي همکاريو پراختيا له تروريزم سره د مبارزې يوه مناسبه لاره وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې دعلمي اوفرهنګي همکاريو د پراختيا په لاره کې دايران داسلامي جمهوريت دتياري خبرورکړ .
په دې کتنه کې دکابل پوهنتون ريېس حميد الله فاروقي د ايران د اسلامي جمهوريت د فرهنګ او داسلامي ارتباطاتو د سازمان د رول اهميت ته په اشارې سره څرګنده کړه چې له تېرکال راپه دې خوا دفرهنګي اړيکو دټينګښت په برخه کې د دواړو هېوادونودخبرو بهير پيل شوى دى . چې دعرفان او تصوف دسيمينار او دکتاب دنندارتون په جوړولو سره چې سبا په کابل پوهنتون کې جوړيږي د دواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي خبرو بهير پياوړى کېږي .
په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير محمد رضا بهرامي د دواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي خبرو دپيل په برخه کې دکابل پوهنتون د ريېس او مسوولانو د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو دپوهنتونونو ترمنځ علمي تواميت يې په دې برخه کې يو رغنده لومړيتوب وباله .
ختم_ ف _ اکرم
2 2 دقیقې لوستل