د جمهور رييس ويندوى: تروريزم سيمه ييز او نړيوال ګواښ دى او نړيواله ټولنه د هغه په مقابل کې ګډ مسووليت لري

کابل  باخترد   ثور دمياشتې  ٢ :
دجمهوري رياست ويندوى ايمل فيضي  له يوشمېر رسنيو سره د غونډې په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان او د امريکا په درې اړخيزه غونډ ه کې د ګډون په مقصد بلجيم ته د هيواد د جمهور رييس د نږدې راتلوونکي  سفر په باب معلومات ورکړل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په هغې غونډه کې چې نن له غرمې وروسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوه؛ ايمل فيضي وويل: هغه مسئلې چي د بروکسل په درې اړخيز ه غونډه کې ورباندې خبرې وشوې، دافغانستان اوپاکستان د اړيکو، د سولې  دبهير او هغه ستونزې چې په دې وروستيو وختو کې د دواړو هيوادونو په اړيکو کې له دې جملې څخه دننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د اردو له خوا د سرحدي دروازې د جوړولو له امله رامنځته شوې دي، خبرې وشي.
دجمهور رييس ويندوى د افغانستان د سولې د بهير او په هغه کې دپاکستان د رول په باب وويل چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهيرکې کليدي رول لري، ځکه وسله وال مخالفين او د هغوى مشران په پاکستان کې دي.
فيضي  په دې باب د يوې پوښتنې په ځواب کې چې هغه پخوانۍ غونډې چې تراوسه پورې له پاکستان سره شوې دي او دغه هيواد په خپلو ژمنو ولاړنه و، وويل:  ترهغه وخته پورې چې پاکستان له تروريزم او بنسټپالنې سره د مبارزې په لاره کې صادقانه همکاري اوعملي اقدامات ونه کړي؛ د سولې د تامينولو په برخه کې پرمختګ به سخت وي.
دجمهور رييس ويندوى وويل: پاکستان د افغانستان د سولې د بهير په وړاندې تراوسه پورې عملي اقدامات نه دي کړي .
ده ټينګار وکړ چې نور دافغانستان دخلکو دصبرکاسه ډکه شوې ده  .
ايمل فيضي د سولې بهير يو سخت بهير وباله او ويې ويل: له دې امله چې د افغانستان د سولې په بهير کې زيات پرمختګ نه دى شوى، د سولې د عالي شورا د نه برياليتوب په دليل نه، بلکې د موضوع د پيچلتيا له امله دى. يعنې دا چې موږ په دې لاره کې له هيوادونو سره مخامخ يو، نه يواځې له طالبانوسره.
ده وويل: هغه طالبان چې غواړي د سولې له بهيرسره يوځاى شي؛ وژل کيږي  او ياځورول کيږي او د افغانستان د سولې بهير سبوتاژ کيږي.
د جمهور رييس ويندوى څرگنده کړه چې افغانستان هغو خبرو ته چې د بهرنيانو له خوا د پرديو د هدفونو لپاره کيږي؛ هيڅکله اجازه نه ورکوي.
دجمهور رييس ويندوى د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل  چې له تروريزم سره جګړه يواځې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې تروريزم  سيمه ييز او نړيوال  ګواښ دى او نړيواله ټولنه د هغه په وړاندې ګډمسووليت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته