سیاست

د جمهور رييس فرمان

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
دپيسو  دسپينولو  او له جرمونو څخه درامنځته شويو عوايدو دمخنيوي دقانون دتوشيح په باب دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي فرمان .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دپيسو دسپينولو او دجرمونو له امله درامنځته شويو عوايدو دمخنيوي دقانون دتوشيح په باب يو فرمان صادر کړ .
  دفرمان په متن کې ليکل شوي دي :
لومړى ماده
دافغانستان داساسي قانون  د ٦٤ مادې د ١٦فقرې له حکم سره سم دپيسو دسپينولو او دجرمونو له امله درامنځته شويو عوايدو دمخنيوي قانون چې دولسي جرګې د ١٣٩٣ کال دغبرګولي دمياشتې د شپږ ويشتمې نيټې د ١٢٥ ګڼه مصوبې او دملي شورا مشرانو جرګې د ١٣٩٣  کال دچنګاښ  دمياشتې  ددريمې نيټې د ١٢٣ ګڼه مصوبې په صادريدو سره په اتو فصلونو او اويا مادو کې تصويب شوى دى توشيح کوم .
دويمه ماده 
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه نافذ دى  او دملي شورا له مصوبو سره يوځاى دې په رسمي جريده کې خپور شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته