سیاست

د جمهور رييس د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د ملکي خدمتونو د انستيتوت يو مخکښ استاد او د بغلان ولايت د پوهنې رييس حبيب الله ظريفي په حق رسيدلى دى .
ارواښاد ظريفي د هيواد د خلکو او پوهنې په خدمت کې و، مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او د هيواد د پوهنې کارکوونکو ته وړاندې کوم. ارواښاد ته د الله (ج) له دربارڅخه د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته