ټولنه

د جمهور رييس د لومړي مرستيال محمد يونس قانوني پيغام!

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
د مل پاسوال شمس الدين صافى د مړينې په مناسبت د جمهور رييس د لومړي مرستيال محمد يونس قانوني پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کورنيو چارو وزارت يو افسر مل پاسوال شمس الدين صافى وفات شوى دى.
انا لله وانا اليه راجعون
په همدې مناسبت د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب داروښادکورنۍ او دپروان ولايت ټولوخلکو ته وړاندې کوم او د الله (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوم.
ارواښاد شمس الدين صافى له زده کړې خاوند افسرانو څخه و چې په مهمو دولتي بستونوکې يې کار وکړ او د افغانستان د خلکو د جهاد په دوره کې د ده خدمتونه ډير ارزښتناک دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته