کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
ډاکترعنايت الله بابر فرهمند چې په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس له حکم سره سم د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مقام د دفتر د رييس په توګه ټاکل شوى دى؛ په کار پيل وکړ .
فرهمند نن د جمهوري رياست د ستر سلاکار فيض الله ذکي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر کارکوونکو ته وپيژندل شو.
په دې غونډه کې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر رييس ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند، د ده په نسبت او په دغه پُست کې د ده د ټاکنې له امله دملي وحدت د حکومت د مشرانو د باور له امله د مننې په ترڅ کې د خپل دفتر له سلاکارانو او کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د دوى په همکارۍ او مرسته به د ګران هيواد افغانستان او خلکو ته د خدمت په لاره کې ورسپارل شوې دندې پرمخ بوځي.
ډاکترعنايت الله بابر فرهمند مخکې له دې په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازى و؛ لوړې زده کړې او کافي تجربه لري.
4 1 دقیقه لوستل