سیاست

د جمهور رييس دويم مرستيال : دهيواد دماشومانو په باره کې اوسنۍ شميرنې ټکان ورکوونکي دي .

-کابل باختر  د غبرګولي  څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سروردانش ( زما دافغانستان اوونۍ )  دپاى ته رسيدونکې غونډې  په پروګرام کې  وويل په هيواد کې ددولسو مليونو ماشومانو له جملې  څخه شپږ مليونه تنه يې له خطر سره مخامخ دي .
ده ددغه شمير  دټکان ورکوونکي بللو په ترڅ کې زياته کړه  له اتلس کلنۍ  څخه ښکته  ماشومانوله جملې  څخه څلور مليونه تنه يې په ښوونځي برلاسي نه لري او نږدې  دوه مليونه  تنه ماشومان په دوه  ويشت ډوله شاقه کار بوخت دي .
دجمهور رييس دويم مرستيال دغه راز څرګنده  کړه. دخښتو دپخولو دداشونو په سلوکې څه دپاسه شپږ پنځوس  تنه کارګران ماشومان دي چې له دې جملې څخه په سلوکې اته پنځوس هلکان په سلو کې دوه څلويښت يې نجونې دي .
ده دغه راز  زياته کړه دحکومت په تيره بيا دپوهنې او دکار او ټولنيزو چارو دوزارتونو دنده ده چې دغه ستره ستونزه حل کړي .
قانونپوه  دانش دخپلو خبرو په دوام وويل: دستونزو دبنسټيز حل او يواځنۍ لاره  او له دغو ستونزو څخه دهيواد دژغورنې  وسيله داده چې په افغانستان کې ښوونه  او روزنه ډله ئيزه کړو  او هغه دپوهې او علم دزده کړې  لپاره وسيله وګرځو .
ده ټينګار وکړ له بده مرغه دعلم او پوهې په زده کړې دديني لارښوونو له ټينګار سره سره نن ورځ  موږ دبي سوادو هيوادونو دجدول په سرکې ځاى لرو . 
دجمهور رييس  مرستيال دغه راز ماشومان داغيزمنوچلندونو له لارې دعلم اوپوهې زده کړې ته وهڅول او زما دافغانستان داوونۍ دپروګرام دجوړولو په برخه کې يې دهيواد دلومړۍ ميرمنې دنوښت له امله مننه او قدرداني وکړه .
دغه راز په دې غونډه کې دهيواد لومړۍ ميرمنې رولاغني او دپوهنې  وزير اسدالله حنيف بلخي خبرې  وکړې او په هيواد کې دښوونې او روزنې په پراختيا او په افغانستان کې  دپوهنې دکيفيت په لوړولو باندې ټينګار وکړ .
ديادونې وړ ده  چې څه موده مخکې دهيواد دلومړۍ ميرمنې له خوا يو داسې پروګرام طرحه شوى و  چې په هغه کې دافغانستان له تاريخ اوفرهنګ سره  دزده کوونکو دبلدتيا په مقصد دمقالې ليکنې دسيالۍ په ګډون دښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ په بيلابيلو  برخو کې سيالۍ ترسره شوى و  چې دکابل  دښوونځيو  له زده کوونکو څخه څلور تنه انتخاب شوي و او نن ديوې غونډې په ترڅ کې دهغوى درناوى وشو .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته