سیاست

د جمهور رييس حکم

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د کابينې د پنځه ويشتو تنو  وزيرانو، د ملي امنيت د لوى رييس او د افغانستان بانک د رييس د ټاکنې او ولسي جرګې ته د دوى د معرفي کولوپه باب دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني حکم !
د افغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې د  ١١ فقرې له حکم سره سم  د افغانستان داسلامي جمهوريت د ٢٥ وزارتونو ، د ملي امنيت  د لوى رياست  او د افغانستان بانک د رياست په پستونوکې د نوماندانو په توګه په ضميمه لست کې د ليکل شويو  اشخاصو ټاکنه او معرفي کول منظور دي:
په پارلماني چاروکې د دولت وزير موظف دى چې دغه  نوماندان داساسي قانون د ٩١ مادې د  ٣ فقرې د صراحت په رعايتولوسره  د تائيد د رايې د ترلاسه کولو  لپاره د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي.
هغه نوماند وزيران چې د تائيد د رايې د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اسلامي  جمهوريت د جمهوري رياست د عالي مقام د حکم په ترڅ کې د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي شول:
١_  شيرمحمد کريمي د ملي دفاع وزارت
٢_  نورالحق علومي دکورنيو چارو وزارت 
٣_ صلاح الدين رباني  د بهرنيو چارو وزارت
٤_ غلام جيلاني پوپل د ماليې وزارت
٥_  احمد سير محجور د عدليې وزارت
٦_  محمدګل زلمى يونسي د پوهنې وزارت
٧_    نجيبه ايوبي د ښځو د چارو و زارت
٨ _  ډاکتر عباس بصير د فوايد عامې وزارت
٩_  فيروز الدين فيروز د عامې روغتيا وزارت
١٠_   يعقوب حيدري د کرنې او اوبولګولو  وزارت
١١_  داوود  صبا د کانونو وزارت
١٢_  برنا کريمي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت
١٣_ نصيراحمد دراني د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت
١٤_  خاطره افغان د لوړو زده کړ وزارت
١٥_  محمود صيقل د انرژۍ او اوبو وزارت
١٦_   سادات نادري دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت
١٧_  سيدحسين عالمي بلخي د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت
١٨_ سيدمحمدعثماني د حج او اوقافو وزارت
١٩_  فيض الله کاکړ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت
٢٠_  شاه زمان ميوندي د ښار جوړولو د چارو وزارت
٢١_ فيض الله  ذکي د ترانسپورت وزارت
٢٢_   آى سلطان خيري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
٢٣_  قمرالدين شينوارى  دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت
٢٤_ سردار محمد رحمان اوغلي د اقتصاد وزارت
٢٥_   سردارمحمد رحيمي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت
٢٦_  رحمت الله نبيل د ملي امنيت لوى رياست
٢٧_  خليل صديق د افغانستان بانک رياست

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته