کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د کورنيو چارو د نوماند وزير د ټاکنې او د ملي شورا ولسي جرګې ته د هغه د معرفي کولو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني حکم !
د اساسي قانون د(٦٤) مادې د (١١ ) فقرې د حکم له مخې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د نوماند وزير په توګه د ويس احمد برمک ټاکنه او معرفي کول منظور دي.
په پارلماني چاروکې د دولت وزير موظف دى چې دغه نوماند د اساسي قانون د (٩١ ) مادې د (٣) فقرې د حکم له مخې د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ