سیاست

د جمهور رئیس پیغام

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٤ مه
د مور د ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام
د مور د ورځې په مناسبت ټولو وطنوالو او په تېره بیا د ګران وطن هرې مور ته مبارکي وایم. د مور عالي مقام ته د درناوي څرګندولو دغه ورځ یو ښه فرصت دی چې د میندو، خویندو او مېرمنو په ستونزو یو ځل بیا غور وکړو او په دې برخه کې شوي پرمختګونه وجاجوو.
  موږ د یوه ملت په حیث په دې ویاړو چې په ګران افغانستان کې مو په میلیونو نجونې ښوونځیو ته ځي، میندې او مېرمنې په مختلفو دولتي او غیردولتي ادارو کې د مدیریت په لوړو پوستونو باندې په موفقیت سره کار کوي، په اجتماعي ژوند کې  د مېرمنو برخه کال په کال زیاته شوې ده  او د پنځلس کاله پخوا په نسبت، د حامله میندو د مړینې خطر څو برابره کم شوی دی، خو په دې هم باید اعتراف وکړو چې په میلونونو افغانې میندې لا تر اوسه پورې د فقر، خشونت او جګړې په وجه د ژوند له ګڼو نعمتونو محرومې دي او په بېوزلۍ او پریشانۍ کې اوسي.
دا زموږ ملي، اسلامي او انساني دنده ده چې د میندو او خویندو په ژوند کې بهتري راولو او په دې برخه کې د بې انصافیو او بې عدالتیو مخه ونیسو.
په اخر کې یو ځل بیا د مور د ورځې په مناسبت ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم او د الله پاک په دربار کې خواست کوم چې هیڅ مور دې داغداره او هیڅ ماشوم دې بې موره نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته