سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د غونډې په پیل کې جمهوررئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په تېرو اوو میاشتو کې یې د پام وړ او ګټور فعالیتونه لرل او دښمن ته یې درانده زیانونه اړولي دي، وستایل او د هېواد اړوندو امنیتي ارګانونو ته یې د ژمي په موسم کې د دښمن د ځپلو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د فاریاب، غور، جوزجان، بغلان، غزني، کابل، پکتیکا او فراه دولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې د دغو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې، جمهوررئیس محمداشرف غني د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو هڅې وستایلې چې د ۲۸۰۰ کلن لرغوني کتاب د قاچاقو مخینوی یې وکړ، د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال فهیم قایم ته یې دولتي مډال ورکړ.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس  د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې امر سمونوال کبیراحمد برمک او  څارمن مایل اقا، لومړي څارن حبیب الله، سمونوال محمد اصیل او سمونوال رئیس خان ته چې په دې وروستیو کې یې له چاودېدونکو توکو ډک ډینا موټر  له یوه ځانمرګي سره د دې حوزې اړوند سیمه کې تر پېژندنې وروسته ونېوه، دولتي مډالونه ورکړل.#پاى- ع   

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته