د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل- باختر د وږي د مياشتې٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه پرون له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د پېښې رپوټ د حقیقت موندونکي پلاوي د رئیس له خوا غونډې ته وړاندې شو.
د ملي امنیت شورا لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې په تړاو د سیمه يیزو پولیسو د پرسونل د وطن دوستۍ د احساس، میړانې او سرښندنې د ستاینې ترڅنګ دې، د پلاوي د څېړنې نتیجه ډېر ژر خپره او د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړې شي.
همدا راز غونډې پریکړه وکړه: د هغوکسانو په اړه دې چې په دنده کې یې غفلت کړی، لازم قانوني اقدام ترسره شي.
وروسته، د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو د سر د زيان په اړه د یوناما رپوټ وڅېړل شو.
د ملي امنیت شورا د دې ترڅنګ چې د دښمن د ناوړو بریدونو له امله د ملکي وکړو د سر د زيان د زیاتوالي له امله اندیښنه څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر دې په لازمو اقداماتو، په ځانګړي ډول د ملکي وکړو د سر د زيان د راکمولو د طرحې د تدوین او د سر د زيان د راکمولو لپاره د امنیتي ځواکونو او د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو  په موخه دې د کمپاین په لاره اچول عملي شي.
د غونډې په دوام د دفاعي او امنیتي سکټور وزیرانو او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هېواد د عمومي امنیتي حالت په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او د هېواد په بېلابېلو سیموکې د چاڼیزو عملیاتو په لړکې شوي پرمختګونه یې د رضایت وړ وبلل او همدا راز یې څرګنده کړه چې د هېواد د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اغيزمنې همغږۍ له امله د یو هوایي برید په ترڅ کې د ازبکستان په اسلامي تحریک پورې اړوند د جندالله د ډلې مشران له خپلو افرادو سره د کندز په ولایت کې له منځه تللي دي.
د دغې غونډې په پای کې په ټول هېواد کې د خلکو د دښمنانو ګواښونه وڅېړل شول. د ملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي حالت د ښه والي په لاره کې د امنیتي او دفاعي سکټور هڅې وستایلې او د موجودو ګواښونو د شنډولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته