سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه وکړه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه، چې د ريیل ټایم ډیټامنجمنټ سیستم، د ویزې د صدور په باره کې د بهرنیو چارو وزارت لارښوده طرحه او د هندوستان د مرسته شویو غنمو د لېږد موضوعات په‌کې وارزول شول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرازق وحیدي د رييل ټایم ډیټامنجمنټ سیستم په باره کې غونډې ته معلومات ورکړل او ورپسې د اترا شرکت رئیس نجیب عزیزي له جزئیاتو سره یاده طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل، دمخابراتي خدمتونو د محصولاتود قانون په اساس د مخابراتي خدمتونو ټول ګټه اخېستونکي مکلف دي چې د خدماتي محصولاتو لس سلنه تادیه کړي، چې په حقیقت کې د هېواد د ټولو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو له وړاندې کوونکو راټولېږي. 
د اترا رئیس زیاته کړه، د څارنې دغه سیستم د مخابراتي شبکو کیفیت لوړوي، تر څو یادې شبکې وکولای شي په ښه او اغیزناکه توګه خدمتونه وړاندې کړي.
د اترا رئیس څرګنده کړه، ددغه سیستم رامنځته کول او معلوماتو ته په وخت لاسرسی د مخابراتي شبکو مشترکینو ته د ښو خدمتونو د چمتو کولو په موخه کیفیت ښه کوي او د اترا ادارې سره مرسته موثره مرسته کوي.
د اترا رئیس څرګنده کړه:  د دغې طرحې له مخې د مخابراتي شبکو د کیفیت څخه کره څارنه شوې ده، ربع وار راپورونه کره شوي دي او د اترا ادارې له خوا په مخابراتي شرکتونو د جریمې په وضع کولو کې زیات شفافیت رامنځته کېږي.
ورپسې د ولسي جرګې وکیل عبیدالله رامین وویل، یوه مقرره دې جوړه شي چې له مخې يې د مخابراتي شرکتونو د کیفیت څخه څارنه وشي.
هغه زیاته کړه، د مخابراتي شرکتونو عایداتي اړخ ته په پام، باید دهغو امنیتي اړخونو ته هم پاملرنه وشي چې معلومه شي څوک  یې له سیم کارتونو څخه استفاده کوي.
ورپسې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیز محمد خان خبرې وکړې وې ویل، د کیفیت تر څنګ دې د تیلفوني مکالمو د امنیت په برخه کې هم پاملرنه وشي.
د ولسي جرګې وکیل صدیق احمد عثماني وویل، د مالیې وزارت له خوا د بودجې غوښتنه او بیا د یادې طرحې پلي کول لږ څه ګران کار ښکاري.
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، د ريیل ټایم ډیټا منجمنټ سیستم یو مهم او ملي سیستم او همدارنګه یوه تخنیکي پروژه ده، چې د اړتیا له مخې باید یو تخنیکي ټیم ورباندې په پوره دقت کار وکړي او ټول ملاحظات یې په پام کې ونیسي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، سیم کارتونه باید راجستر شي، د ورکړې څخه د څارنې سیستم د عوایدو د راټولولو د ښه والي د سیستم برخه ده د مالیې وزارت چمتو دی چې په دغه برخو کې همکاري وکړي، خو د مخابراتي شبکو کیفیت څخه د څارنې سیستم دې د مخابراتو د انکشافي صندق څخه تمویل شي.
هغه زیاته کړه، ټولو ته باید چانس ورکړ شي، چې په دواطلبۍ کې د ګډون فرصت ولري او پروسه دې د RFPله لارې په مخ یوړل شي. همدارنګه د مالیې وزیر وویل، د اترا ادارې د هغې برخې پیسې چې  د دولت عواید دي، باید د دولت د وارداتو حساب ته منتقل شي او د انکشافي بودجې له لارې ولګول شي.
جمهوررئیس غني یاده طرحه تائید کړه او زیاته یې کړه چې یو تخنیکي ټیم دې له پوره وضاحت سره جوړ شي چې یاده پروژه مدیریت کړي.
هغه وویل، دویمه مسئله RFP ده، چې باید له سره پرې کار وشي او معیارونه یې په مشخص ډول وټاکل شي. د RFP معیارونه پنځه مهم اړخونه لري چې د عبارت دی د عوایدو، د مکالماتو امنیت، چې په دې برخه کې باید د خلکو او ملي امنیت شورا قناعت ترلاسه شي او همدارنګه د کمپنیو د شفافیت په باره کې د راپور ورکول دي.
جمهور رئیس زیاته کړه: په RFP کې هیڅ ډول د ګټو تضاد نشته او د تدارکاتو پروسه باید په داسې توګه په مخ لاړه شي چې د یو شمېر محدودو شرکتونو انحصار مات کړي.
  محمد اشرف غني وویل، چې پنځم اړخ یې راتلونکي ته پام کوي، ځکه مخابراتي تکنالوژي د بدلون په حال کې ده او موږ باید راتلونکي ته په پام په ټکنالوژۍ پانګونه وکړو.
که د قانون یا مقررې تعدیل ته اړتیا وي په یاد تخنیکي ټیم کې باید یو حقوقي سلاکار چې له ملي او بین المللي قوانینو سره اشنا وي هم په پام کې ونیول شي.
د مالیې وزارت معین مصطفی مستور په دې باب وویل، د مخابراتو وزارت ډېرې پیسې لري، خو د لګولو لپاره یې برنامه نه لري، نو په دې اساس باید پیسې په سمه توګه ولګول شي.
ورپسې غونډې ته د اقتصاد وزیر د هندوستان د مرسته شویو غنمو د لېږد په اړه د ټاکل شوي کمیسیون راپور وړاندې کړ او وارزول شو.
هغه وویل، د هندوستان اړخ توافق کړی دی چې د ۱۷۰۰۰۰میټریک ټن غنمو د لېږد مسوولیت د هند د ګجرات د ګنډلای بندر څخه د عباس بندر له لارې تر هرات پورې په غاړه واخلي او د لېږد بیه یې د ډالۍ شویو غنمو څخه وګرځوي.
غونډې پرېکړه وکړه، د اقتصاد وزیر باید د ایران او هندوستان له سفیرانو سره د یادو غنمو د لېږد په اړه خبرې وکړي او هرات ته دغنمو له رسیدو وروسته دې د هېواد نورو ولایتونو ته د هغو د انتقال په اړه له خصوصي سکتور سره خبرې وشي.
ورپسې د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندیشه بهرنیو اتباعو ته د ویزې د صدور په اړه د بهرنیو چارو وزارت لارښوده طرحه له هغې جملې تاجرانو، پانګه والو او متخصصینو ته د ویزې د ورکړې په اړه خبرې وکړي.
هغه وویل، یاده طرحه د صنعت کارانو د اتحاديې په غوښتنه ترتیب شوې ده او موږ طرزالعملونه او لارښودونه واضح او ساده کړي دي چې تاجران، پانګه وال او متخصصین په اسانه ویزه ترلاسه کړای شي.
انديشه زیاته کړه: موږ د ویزې د صدور لارښود کونسلګريو ته لیږلی دی، د ویزو د صدور په برخه کې مو اسانتیاوې رامنځته کړي دي او همدارنګه مو په دې برخه کې بیروکراسۍ کمې کړي دي.
د صنعت کارانو د اتحادیې رئیس شیرباز کمین زاده په دې اړه وویل، موږ د فني او مسلکي کارګرانو په برخه کې ستونزه درلوده، ځکه د هغوی غوښتنې ویزې ته اړتیا لرله، چې ددغې طرحې په اجرايي کېدو سره د هغوی ستونزه ختمېږي.
ورپسې جمهور رئیس غني خبرې وکړې وې ویل، د تجارتي اتشه‌وو او همدارنګه د هېواد کونسلګریو څخه زیات شکایتونه ترلاسه شوي دي، چې دا مسئله هر اړخیزې اروزنې ته اړتیا لري.
هغه وویل، حکومت چمتو دی، چې د ویزې په صدور کې د اسانتیا د راوستو په منظور د ملي شورا سره په مشوره قانون تعدیل کړي، یا هم په دې اړه د فرمان له لارې اقدام وشي چې د ویزې غوښتونکي په اسانۍ او راحتۍ ویزه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته