سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دکابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل باختر  دغبرګولي دويمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې وزیرانو د خپلو اړوندو وزارتونو لپاره د لومړیو سلو ورځو پلانونه په تفصیلي بڼه وړاندې کړل.
د ناستې په دويمه برخه کې د بيلابيلو سکتورونو او وزارتونو ترمنځ په مشترکو کاري ساحو او د ښې همغږۍ پر لارو چارو ژور بحث وشو.
د ناستې  په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني  د پلانونو د لا بډاینې په اړه اړوندو وزارتونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس غني وویل، موږ ته د حکومتوالۍ ماشین نه، بلکې د پرزې په میراث را پاتې دي. دا پرزې باید په یوه فعال ماشین بدلې شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، د حکومت هر وزارت کلیدي وزارت دی، او خپلې ځانګړې دندې باید په دقت او اغېزمنتوب سره ترسره کړي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه چې د پلانونو تمرکز باید د خدمتونو په وړاندې کولو وي، عیني او سیمه يیز واقعیتونه پکې په پام کې ونیول شي او په دويمو سلو ورځو کې باید وزیران خپل پلانونه له والیانو سره همغږې کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د وزارتونو پلانونه باید خلکو ته ډاډ او هیله مندي ورکړي، خلکو ته باید ریښتیا وویل شي او بې ځایه ژمنې ورنه کړل شي.
ټاکل شوې ده چې له راتلونکې اوونۍ څخه د کابینې غړي په نوبت سره هره ورځ خپل پلانونه د رسنیو له لارې له ولس سره شریک او د سلو ورځو په پای کې د پلانونو د تطبیق د پایلو راپور ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته