د جمهور رئیس غني په مشري د کابل ښار د راتلونکې پراختیا په طرحه بحث وشو
کابل- باختر د وږي د مياشتې٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د راتلونکې پراختیا د طرحې د عملي کولو په اړوندپرون له غرمې وروسته په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د دفتر یو این هبیتات استازي د کابل ښار د پراختیا په اړوند د جمهور رئیس له لوري د ۲۱ مطرح شویو مواردو د عملي کولو او همدارنګه د افغانستان د لویو ښارونو د عمومي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني د دوی د نظريو له اورېدو وروسته وویل، د کابل ښار د پراختیا طرحه ګټوره ده، باید د عملي کولو په اړخونو او لارو چارو یې فکر وشي. ده همدارنګه غوره خدمات، غذایي مصونیت او د کاردزمينوبرابرول د ښارونو لپاره مهم وبلل.
جمهور رئیس وویل، چې په دې طرحه کې باید دا په پام کې ونیول شي، چې کابل خپلو اوسېدونکو، کلیوالو سیمو، د هېواد نورو ښارونو او سیمې ته په اقتصادي ، سوداګریز او ټولنیز لحاظ څه ورکولی شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د خدمتونو د برابرولو او پراختیا په برخه کې باید د دولت او خصوصي سکتور د شراکتونو د رامنځته کولو لپاره میکانیزمونه په نښه شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د کابل څلور خواو ته د پرتو سیمو دقیقه څيړنه باید وشي او په هغو فرصتونو فکر وشي چې د دغه وضعیت د بدلولو لپاره ترې استفاده کېدلی شي. ده وویل، د کابل ښار د پراختیا لپاره چې هر اقدام کېږي کابل ښاریان باید په کې شامل وي او د مالکیت احساس وکړي. د ده په وینا په همدې موخه باید د پراختیا د ټولو پړاوونو په اړه خلکو ته توضیحات ورکړل شي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، د نورو هغو ښارونو کامیابې او ناکامې تجربې، چې د پراختیا په حال کې دي، باید وڅيړل شي او له کامیابو تجربو څخه یې د طرحې په عملي کولو کې ګټه واخیستل شي.
په دې غونډه کې د ښار جوړولود چارو ، د فواید عامې او ترانسپورت وزیرانو، معینانو،د کابل ښاروالۍ سرپرست، د ملګرو ملتو د دفتر یو این هبیتات استازي او یو شمېر نورو فني او مسلکي دولتي چارواکو ګډون کړی و.