اقتصاد

د جمهور رئیس غني په مشري د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
د اقتصادد عالي شورا نوبتي غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د کابینې د یو شمېر غړو، د ملي شورا او خصوصي سکتور د ځینو استازو په ګډون پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته  خبرورکړ.
په دې ناسته کې د تېرې ناستې د پرېکړو له ارزونې وروسته د اجنډا مطابق بحث، د نظرونو تبادله او لازمې پرېکړې وشوې.
– د ښار جوړولو وزارت:
د ښار جوړولو وزیر سیدمنصور سعادت نادري د پیش ساخت ساختماني صنعت د خدماتو برابرولو د ارزونې پایله غونډې ته وړاندې کړه. د ښار جوړولو وزیر د شرکتونو له جملې څخه د هغه شرکت طرحه د بحث لپاره غونډې ته وړاندې کړه، چې د پیش ساخت ساختماني فابریکې د تاسیس لپاره یې تر ټولو ارزانه یانې 10,5میلیون ډالرو په ارزښت وړاندې کړې او د دوو نورو طرحو په پرتله یې د پروژې کار او بیه ارزانه وه.
ورپسې د اقتصاد او مالیې وزیرانو او د خصوصي سکتور استازو د بېلابېلو شاخصونو په هکله خپل نظریات وړاندې او بحث وکړ. د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې په دې برخه کې پانګونه په دې سکتور کې د دولت د انحصار په مانا نه دی، بلکې د پانګونې د خطراتو د کموالي او د پانګه والو د اعتماد د رامنځته کولو په موخه دی، خو په راتلونکي کې باید په دې برخه کې د خصوصي سکتور رول څرګند وي.
د غونډې ټولو غړو له غور او څېړنې وروسته پرېکړه وکړه، چې په دې هکله د تدارکاتي پروسې کار پیل شي.
– د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت:
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر محمد الله بتاش د مېوو او د ټولو افغاني تولیدي اقلامو راپور غونډې ته وړاندې کړ. ښاغلي بتاش زیاته کړه، د هېواد په زياترو هوایي ډګرونو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. ده هغه اقدامات چې په دغو ډګرونو کې یې د مېوو د صادراتو د اسانتیاو د انکشاف په هکله ترسره کړي وو، د غونډې غړو ته تشریح کړل او وې ویل ، بهر ته زموږ د صادراتي مېوو لومړۍ محموله په دو الوتکو کې صادره شوه، خو تاجران د زیاتو صادراتو د توانایي د زیاتوالي غوښتونکي دي په ځانګړي ډول د کندهار هوایي ډګر کې.
د صنعتګرانو اتحادیې رئیس د صادرونکو او پانګه والو په استازیتوب د هوایي ډګرونو له لارې د صادراتو د اسانتیا په خاطر د جمهور رئیس له پاملرنې او د حکومت له وروستیو اقداماتو څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه، تاجران پیسې نه، بلکې د زیاتو صادراتو زمینه غواړي  او په دې برخه کې د حکومت وروستي اقدامات د ستاینې وړ دي.
جمهور رئیس وویل، اړونده حکومتي ادارې باید له خصوصي سکتور سره په مشوره د کندهار د هوایي ډګر د سړو خونو د اړتیا وړ برېښنا وارزوي او له صادروونکو سره همغږي وشي چې د برېښنا د زیاتوالي په صورت کې څومره صادرات زیاتولی شي.
د واټونو د بین المللي حمل او نقل د ښه والي طرحه او د واټونو بین المللي سازمان کې د افغانستان د غړیتوب موضوع د ټرانسپورټ وزیرغونډې ته وړاندې کړه. د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او فواید عامې وزیرانو او د ولسي جرګې دو استازو په دې هکله چې څنګه د افغانستان واټونه معیاري او د عوایدو راټولولو اوسنۍ ستونزې حل شي خپل وړاندیزونه او نظریات ، وړاندې کړل.
په دې برخه کې عمده اندېښنه په ټرانسپورټي مدیریت کې د فساد شتون او د سرکونو د حق العبور د عوایدو راټولول وو. د خصوصي سکتور استازو وویل، هغوی د حق العبور پیسې ورکوي او غواړي چې د هغوی پیسې د باج اخیستونکو افرادو او ډلو پرځای دولتي خزانې ته لاړې شي.
جمهور رئیس وویل، په دې سازمان کې د افغانستان د غړیتوب شرایط دقیقې ارزونې ته اړتیا لري تر څو مهمو پوښتنو لکه وخت، ښېګڼو، د افغانستان توانايي او د واټونو معیاري کولو او د افغان موټر چلوونکو کار ته ځواب برابر شي.
جمهور رئیس غني په ټینګار وویل، د هېواد د ټرانسپورټ سیستم اوسنی مدیریت د منلو وړ نه دی، ځکه د حق العبور او له واټونو څخه د ګټه اخیستنې پیسې ورکول کېږي او سربېره پر دې چې فساد موجود دی، د پیسو په بدل کې معیاري خدمات نه برابرېږي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه د ټکنالوژۍ د متخصصینو نظریات او طرحې باید واخیستل شي تر څو د افغانستان شرایطو ته په پام له ټکنالوژي څخه د عوایدو په راټولولو کې ګټه واخستل شي او د عوایدود راټولولو پر وړاندې ټولې موانع (د پوستو په ګډون) لیرې شي.
همدارنګه د افغان موټر چلوونکو د لرلو په خاطر چې وکولای شي ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته انتقالات وکړي، غونډې پرېکړه وکړه چې له ګاوندیو او د سیمې له هېوادونو سره دې خبرې وشي چې د ټرانسپورت وزارت د چلوونکو انسټیټیوټ روزونکو او په لومړي دور کې د لاریو چلولو علاقمندانو ته روزنه ورکړي.
– د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت
د کرنې وزیر اسدالله ضمیر د غنمو د کرلو سروې او د اضافي غنمو د پېرودلو طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ.
دا نظر سنجي چې دجغرافیایي معلوماتو سیستم (GSI)څخه په ګټه اخیستنې ترسره شوې، په ټولو ولایتونو کې د غنمو کرل او د هغو حاصلات د مصنوعي سپوږمۍ له لارې تخمین شوي چې د هغه په اساس هرات د غنمو زیات او نورستان کم تولید لري. د دې سروې موندنې د افغانستان حکومت سره د اړتیا وړ غنمو ، په افغانستان کې د تولید مقدار او د دې هېواد وارداتي اړتیاو د سنجش په برخه کې مرسته کوي.
جمهور رئیس د دې وزارت له کوښښونو او د تېر کال په نسبت د دقیقو ارقامو له برابرولو مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان ټول کرنیز محصولات باید وارزول شي چې کوم اقلام په کومو ساحو کې کرل کېږي او تولیدېږي او باید واضح تصویر برابر شي، چې په اساس یې پالیسي جوړه شي.
غونډې د اضافي غنمو د پيرودنې طرزالعمل د عملي کولو په هکله بحث وکړ او پرېکړه وشوه چې د افغانستان د ستراتیژیکو زېرمو د پوره کولو په خاطر بدیلې طرحې غونډې ته وړاندې شي. هغه نکتې چې د غونډې ګډونوالو پرې تمرکز درلود د غنمو د پيرودنې طرزالعمل څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی وو چې فساد ونه شي او زیات عواید افغان بزګرو ته ورسېږي او همدارنګه د بیت المال په پيسو مزې او چړچې ونه شي.
– د کانونو او پټرولیم وزارت
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست غزال حبیب یار په دې غونډه کې د افغانستان د طبیعي غازو د بیې راپور وړاندې کړ. غونډې په دې موضوع له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې یو پلاوی دې د هېواد طبیعي غازو څخه د ګټه اخیستنې د څرنګوالي بېلابېل ابعاد وارزوي او له غازو څخه د برېښنا د تولید په صورت کې دې د هغه قېمت له وارداتي برېښنا سره پرتله شي او په دې برخه کې پانګونې ته لېواله شرکتونه باید له نویو ماشینونو او ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته