د جمهور رئیس غني په مشري دفساد پر ضد مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ایجاد په هکله غونډه وشوه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري له فساد سره د مبارزې په موخه د عدلي او قضایي مرکز د جوړولو د کاري پرمختګ په اړه نن له غرمې مخکې غونډه وشوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې لوی څارنوال فرید حمیدي د یاد مرکز د ایجاد په موخه د ترسره شویو چارو او تیاریو په هکله غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ.
د یاد راپور له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه چې له فساد سره د مبارزې په موخه دغه عدلي او قضایي مرکز به د راتلونکې اونۍ تر پایه پورې ایجاد شي او عملاً به خپل کار پیل کړي.
له فساد سره د مبارزې دغه نوی عدلي اوقضایي مرکز به پر دولتي مقاماتو د فساد لګېدلي تورونه او د دوی اړوندې دوسیې وڅېړي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، لوی څارنوال فرید حمیدي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د چارو د ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي په دغه غونډه کې حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته