کابل / باختر د تلې د مياشتې ٢٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ډاډګیرنې پیغام
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمود سوما وفات شو.
انالله و انا الیه راجعون
پوهاند محمود سوما د افغانستان د لیسو لپاره د کیمیا د کتابونو د مولف او د ساینس پوهنځي د استاد په توګه ډير کلونه د هیواد خدمت وکړ.
ارواښاد سوما د افغانستان د لوړو زده کړو د وزیر په حیث هم کار کړی دی. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د مرحوم کورنۍ، دوستانو او د هیواد اکاډیمیکې ټولنې ته د ده د وفات په مناسبت تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.#
2 د یوې دقیقې څخه لږ