سیاست

د جمهور رئيس د وياند مرستيال: ډار اچوونکي سيمه ييز او له سيمې څخه بهر هدفونه لري

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٥  :
د جمهور رئيس د وياند مرستيال ظفرهاشمي نن په يوه خبري غونډه کې طرحه کړه چې د کندز خلکو په دغه ولايت کې د حالت د ښه والي لپاره خپل پيشنهادونه پـــرون د افغانستان د اسلامــي جمهوريت جمهـور رئيس ته  وړاندې کړل.
ده دغه راز په دې خبري ناسته کې يوځل بيا طرحه کړه چې  په  افغانستان کې  ډار اچوونکي هدف نلري او دوى د بهرنيو هدفونو په لټه کې دي او له افغانستان څخه هدفونوته د رسيدو د تګلارې په توګه استفاده کوي.
د باختر آژانس د خبريال  د خبرله مخې : 
د جمهور رئيس د وياند مرستيال دغه راز وويل: اوس نړۍ د افغانستان د خلکو په  رښتينولۍ پوه شوې ده .
د افغانستان خلک تل ټينګارکوي چې ډار اچوونه يوازې په افغانستان پورې اړه نلري بلکې ډار اچوونکي سيمه ييز او له سيمې څخه بهر هدفونه تعقيبوي.
په همدې دليل د جمهور رئيس د وياند د مرستيال له ډار اچوونکوسره په مبارزه کې د سيمې او له سيمې څخه بهر د هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه کوي.
د جمهور رئيس د وياند مرستيال دغه راز ټينګار وکړچې جمهور رئيس کندز ته په خپل سفرکې هغه امنيتي ځواکونه وستايل چې د دغه ولايت په بيرته نيولوکې يې سرښندنې کړې وې .
د جمهور رئيس د وياند مرستيال وويل: د مکافاتو او مجازاتو د قانون تطبيق په لومړيتوب کې ځاى لري او له هغه سره سم به عمل وشي .
ظفر هاشمي وويل چې جمهور رئيس هره ورځ د نظامي سوق او ادارې دخاص مرکز له  لارې د هېواد د ولايتونو په تېره بيا د کندز حالت څيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته