سیاست

د جمهور رئيس د فوق العاده استازي په مشرۍ د اداري اصلاحاتو د عالي کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهوررئيس دفوق العاده استازي احمدضيا مسعود په مشرۍ د اداري اصلاحاتو د عالي کميټې غونډه پرون  جوړه شوه.
  دباخترآژانس دخبرله مخې :
په دې غونډه کې د کميټې غړو خپل کاري رپوټونه د جمهور رئيس فوق العاده  استازي ته وړاندې کړل.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون سرپرست ډاکتر احمدمشاهد د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د نوي قانون او د اداري اجرااتو د قانون د طرحې د تدقيق او نه بشپړيدو د کمزوري بهير له امله چې له زياتې مودې  را په دې خوا د عدليې وزارت ته د مسودې د برابرولو لپاره ليږل شوې ده؛   انديښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د دغه قانون په تطبيق او نافذيدو،  د ملکي  خدمتونو  د بستونو په تخصصي کيدو، دکارکوونکو دکاري مصونيت په پياوړتيا، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو يوخيل کول، د اداري محکمې جوړيدل او د کارکوونکو د شکايتونو د بهير لنډيدل آسانه شوي او کولاى شي د هېواد  د ملکي  خدمتونو په اداره کې اساسي بدلونونه رامنځته شي.
مشاهد د ملي وحدت د حکومت د مشرانو له خوا د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو له بهير سره د سياسي غوڅ ملاتړ د غوښتنې په ترڅ کې زياته کړه چې په وزارتونوکې د لومړي او دويم لوړ رتبه بستونو د استخدام د بهير له امله شکايتونه زيات شوي دي او دا کار د دې سبب شوى دى چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ټاکنې، بدلونونه او منفکۍ په غير معياري  ډول او په ډله ييزه توګه ترسره کيږي .
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود د رپوټ له اوريدو وروسته وويل چې د وظيفوي تداخل له منځه وړل، د اصلاحاتوپه لاره کې  د سياسي ملاتړ پياوړتيا، د کارکوونکو کاري مصوونيت ته پاملرنه او د عدليې وزارت په ګډون د ادارو د تخصصي ظرفيت کمښت له مهمو مسئلو څخه دي او ډير ژر بايد ورته  پاملرنه وشي .
د جمهور رئيس فوق العاده استازي د ادارو د کارکوونکو د ډله ييز بدلون او منفکۍ په باب وويل: د ملکي خدمتونو د کارکوونکو بدلون، ټاکنې او ګوښه کيدل بايد په قومي او سياسي انګيزو تر سره  نه شي .
د غونډې د کار په دوام د پوهنې په وزارت کې له يوولسو زرو بستونو په ګډون د ملکي خدمتونوپه اداروکې د ٢٥ زرو تشو بستونو د شتون په باب خبرې وشوې   او رپوټ ورکړاى شو چې اوس د ملکي خدمتونو د ادارو په ګډون په يو زيات شمېرتشو بستونوکې اشخاص استخدام شوي دي او دغه بهير په جدي توګه دوام لري .
د يادونې وړ ده چې  ٩٤ بهيرونه د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون له خوا اسانه شوي دي او دوه نور بهيرونه چې د لوړو زده کړو په وزارت پورې اړوند د بورسونو او ديپلومونو ويشل دي؛ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ له وزارت سره په تفاهم کې په الکترونيکي ډول ترسره شوي دي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهوررئيس فوق العاده استازي  احمدضيا مسعود د اداري اصلاحاتو د عالي کميټې غړو ته لارښوونه وکړه چې   دجمهوررئيس دفوق العاده استازي د دفتر ، د چارو د ادارې د لوى رياست ،  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون او له اداري فساد سره  د مبارزې دعالي ادارې د استازو په ګډون  يو نظارتي هيئت دې د ملکي خدمتونوپه اداروکې د اسانولو بهيرونه وڅاري او يو مفصل رپوټ برابر او د جمهوررئيس د فوق العاده استازي دفتر ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته