د جمهور رئيس د فرمان له مخې د ننګرهار له مرکزي جيل څخه د اتلسوتنو بنديانو آزاديدل
جلال آباد باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
د څلورو تنو ښځو په ګډون د ننګرهار ولايت له مرکزې جيل څخه اتلس تنه بنديان چې د بند موده يې کمه پاتې وه ، آزادل شول.
له بلې خوا د دغه فرمان له مخې دڅلورو تنو نورو بنديانو د بندپه موده کې کمښت راغلى دى.
دننګرهار داستيناف محکمې رئيس احمد خالد اوريا له آزادو شويو بنديانو څخه وغوښتل ترڅو د ټولنې په پرمختګ کې د ښو انسانانو په توګه ونډه واخلي او د قانون پرخلاف له کارونو څخه دې ډډه وکړي. پاى سعيده ذ