ټولنه

د جمهوري ریاست له لوري د یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

ښرنه باختر د  زمري ۲ مه
د جمهوري  ریاست یوه پلاوي پکتیکا  ته د خپل سفر په ترڅ کې د  دغه  ولایت له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د درې  سوه  پنځوس  زره  افغانیو نغدي مرسته  وکړه.
د شخړو د اواري په برخه کې د جمهور ریېس مشاور وزیر انجینر اسدالله فلاح د  باختراژانس سیمه یېزخبریال ته  وویل چې د جمهوري ریاست په لارښوونه یې له دغې زیانمنې شوې کورنۍ سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د یادونې وړ ده  چې دغه مرسته دیحیي خېلو ولسوالۍ  د هغه کورنۍ سره وشوه  چې دوه  اوونې وړاندې  يې د کورنۍ شپږ تنه غړي يې د یوه ړانده ماین قرباني شول.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته