د جمهوري رياست لومړي مرستيال: موږ په هغو ژمنو چې له خلکو سره مو کړي دي؛ عمل کوو
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د جمهوري رياست لومړي مرستيال نن د سنامجلس له يو شمېر سناتورانو سره د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې وکتل او له هغوى سره يې د هيواد د حالت په باب خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د جوزجان ولايت سناتور عزيز الله الفتي، د غزني ولايت سناتورې نجيبې حسيني او سناتور باقي بريالي د هيواد د معلولينو په استازيتوب خبرې وکړې او جنرال عبدالرشيد دوستم ته يې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په توګه د ده د ټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او غوښتنه يې وکړه چې دامنيت د تامينولو ، له فساد سره د مبارزې ، د ملي وحدت د ټينګښټ او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې دې د اوسني دولت له خوا جدي پاملرنه وشي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال سناتورانو ته په خطاب کې وويل چې په انتخاباتوکې د افغانستان د خلکو رول ډير رغنده او ستر و او موږ په هر هغه څه چې له خلکو سره مو ژمنه کړې ده؛ عمل کړو.
جنرال دوستم وويل چې موږ به په خپل وار د دې زمينې برابرې کړو چې يو زيات شمېر ځوانان د لوړو زده کړو د دوام لپاره له هيواد څخه بهرته واستول شي او په همدې مقصد زه به د منځنۍ آسيا په هيوادونوکې له مقاماتو سره خبرې اترې وکړم.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې پړاو په پړاو به د هيواد په ولايتونو کې نا امنۍ پاى ته ورسوو چې خلک په آرام چاپيريال کې ژوند وکړي او بچيان يې ښوونځي ته لاړ شي او زده کړه وکړي او زموږ د هيواد دترقۍ او پرمختګ زمينې برابرې شي.
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دغه راز يادونه وکړه چې د ملي وحدت حکومت، د افغانستان د ټولو خلکو حکومت دى او د دغه هيواد د ټولو اوسيدونکوترمنځ د يوالى، پيوستون او دوستۍ په لاره کې به کار وکړي.
د يوبل خبرله مخې: د جمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن ماښام د بدخشان، سمنګانو، بغلان، بلخ ، فارياب ، کندز او د جوزجان د ولايتونو له يو شمېر اوسيدونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي له ګوند څخه مولوي محمد نادر او د جوزجان ولايت د پوهنې رييس عبدالحي يشين د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
دوى په خپلو خبروکې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په توګه د عبدالرشيد دوستم د ټاکل کيدو له امله ده ته د مبارکۍ د مراتبو له وړاندې کولو وروسته وويل چې د هيواد په يو شمېر ولايتونوکې د بد امنۍ مسئله د دې سبب شوې ده چې دولت ونه کړى شي په هيووادکې خپل اقتصادي پروګرامونو عملي کړي او له دې امله لازمه ده چې د افغانستان په ولايتونوکې بد امنۍ پاى ته ورسول شي.
دغه راز دوى خپلې يو لړ سيمه ييزې ستونزې طرحه کړې او د دولت له خوا يې د هغوى د حل کولو غوښتنه وکړه.
وروسته د جمهوري رياست لومړي مرستيال په انتخاباتوکې د خلکو کارنده ګډون د دې تاييدونکي وباله چې د نورو معلوماتو ترڅنګ د افغانستان د خلکو سياسي پوهه او فهم لوړ شوې دي او کولاى شي خپل برخليک وټاکي.
سترجنرال عبدالرشيد دوستم زياته کړه چې د ملي وحدت د حکومت کاري پروګرامونه د افغانستان خلکوته د خدمت په لاره کې دي او موږ هڅه او هاند کوو چې خپلو خلکو ته ښې زمينې او فرصتونه برابر کړو چې د سولې او امنيت ترسيورى لاندې خپلې چارې ترسره کړي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې په هيوادکې د ځمکې د غصب د مسئلې پاى ته رسول له فساد سره زموږ د مبارزې يوه برخه ده چې عملي کيږي ترڅو نور موږ په دې باب د خپل سريو شاهدان ونه اوسو او د خلکو او دولت په ملکيت مزې چړچې ونه شي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې موږ په هيوادکې د بد امنۍ زغم نه لرو او هلې ځلې به وکړو چې په دې برخه کې به هم اغيزمن کارونه ترلاس لاندې ونيسو چې خلک وويني چې په هيوادکې نوى فصل پيل شوى دى.