ټولنه

د جمهوري رياست لومړي مرستيال د جنرال محمدسالم جليلي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې مخکې د پنجشير ولايت د رخې ولسوالۍ د قابضانو په جومات کې د افغانستان دخلکو د جهاد او مقاومت د يوه سابقه لرونکي ارواښاد جنرال محمد سالم جليلي دفاتحې په مراسموکې ګډون وکړ.
د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره په دې سفرکې د لومړي معاونيت د دفتر رييس محمد يوسف اعتبار او د پنجشير ولايت د جهاد يو شمېر سابقه لرونکي شخصيتونه ملګري وو .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دغو مراسموکې د باختر آژانس له خبريال سره د خبرو په ترڅ کې ارواښاد بريد جنرال محمد سالم جليلي د هغو مجاهدينو له جملې څخه وباله، کله چې تنکى ځوان و؛ د مجاهدينو له ليکو سره يوځاى شو او د د سره پوځ له يرغلګرو سره د مبارزې په لاره کې درې ځلې ټپي شو .
بريد جنرال محمد سالم جليلي دوه شپې مخکې په کابل ښارکې د زړه د دريدو له وفات او جنازه يې پرون سهار د يولړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشير ولايت په رخې ولسوالۍ کې د دوى په پلرنى اديره کې خاوروته سپارل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته