د جمهوري رياست لومړي مرستيال د تورخم د شهيدانو د کورنيو د احوالو پوښتنه وکړه
کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم د هېواد د امنيتي ځواکونو د هغو دريو تنو سرتيرو له کورنيو سره چې د تورخم په پيښوکې شهيدان شوي وو؛ د ١٥ زرو ډالرو مرسته وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه مرسته نن سهار د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د ديني چارو د سلاکار مولوي محمد نبي له خوا په جلال آباد ښارکې د دوو تنو شهيدو سرتيرو خوشحال خان او ضياالرحمن په کورنيو وويشل شول.
په دغو مرستوکې نغدې پيسې او د اوړو، وريجو، غوړيو او بورې په ګډون خوراکي توکي او د لومړنيو اړتيا وړ نور اقلام شته چې په ننګرهار ولايت کې د ځينو دولتي بنسټونو د استازو په وړاندې د شهيدانو په کورنيو وويشل شول .
مولوي محمد نبي د شهيدانو په کورنيو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د مرستو په ويشلو او د هغه د همدردۍ د مراتبو په څرګندونو سره د هغوى سرښندنې او ميړانې وستايلې او ويې ويل چې د جمهوري رياست لومړى مرستيال ځان د تاسو د بچيانو په ماتم کې شريک بولي او په راتلوونکي کې هم ستاسو ملاتړ کوي.
ټاکل شوې ده د سرتيري ګل محمد ونډه چې هغه هم د تورخم په پيښه کې شهيد شوى دى او کورنۍ يې د کابل ولايت د بګراميو په ولسوالۍ کې ژوند کوي؛ ډير ژر ورته ورسيږي.
د يادونې وړ ده چې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د ديني چارو سلاکار مولوي محمد نبي، د مشرانو جرګې منشي مولوي قرلق او د جوزجان د ولايتي شورا وکيل عبدالقادر د يوه هيئت په مشرۍ په همدې موخه د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په لارښوونه د جلال آباد ښارته سفرکړى دى .