د جمهوري رياست سرپرست: د ملي پروژو د اجرا کولو لپاره د ملي وحدت د حکومت اراده جدي ده

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست سرپرست استاد سرور دانش نن د غور ولايت له مشرانو سره په کتنه کې څرګنده کړه: د هيواد د شمال او جنوب ختيځ او لويديځ د واټونو د جوړولو په ګډون د ملي پروژو د اجراکولو لپاره د ملي وحدت د حکومت اراده جدي ده.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
قانونپوه سروردانش په دې کتنه کې وويل: له نيکه مرغه د شمال او جنوب د واټ کار پيل شوى دى او په ډير لنډ ممکن وخت کې به د ګردن ديوال د واټ د جوړولو کار چې ځنډول شوى و؛ هم پيل شي.
دغه راز د جمهوري رياست سرپرست د جام د څلي په باب چې له خطر سره مخامخ شوى دى؛ هم دغور ولايت مشرانوته ډاډ ورکړ او ويې ويل: دوه ورځې مخکې جمهور رييس د دغه تاريخي څلي د ساتنې او څارنې په باب لازمې لارښوونې صادرې کړې دي .
د غور مشرانو هم خپلې غوښتنې طرحه کړې او څرګنده يې کړه چې د غور دخلکو د غوښتنو او مطالباتو په سرکې د ګردن ديوال جوړول دي، خو د خلکو د ژوندانه حالت ته په پاملرنه او دغه راز د جام د څلي په ګډون د تاريخي څلو ساتنه د دغه ولايت د خلکو نورې غوښتنې دي .
د يادونې وړ ده چې د بلخ او فراه د ولايتونو يو شمېر مشرانو هم نن له غرمې وروسته د جمهوري رياست له سرپرست سره وکتل او د اړوندو ولايتونو د خلکو غوښتنې يې له ده سره طرحه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته