سیاست

د جمهوري رياست سرپرست د آسيا د پرمختيا بانک له رييس او له ملګري هيئت سره يې وکتل

کابل باختر دکب څوارلسمه :
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته د آسيا د پرمختيا بانک له رييس ښاغلي تاکي هيکو نکاو او د هغه له ملګري هيئت سره په کتنه کې د هيواد له آبي منابعو څخه په افغانستان کې د بريښنا انرژۍ د توليد او د اوسپنې پټلۍ د غځولو له لارې له ګاونډيو هيوادونو سره د افغانستان د پيوستون په برخه کې د آسيا د پرمختيا بانک د مرستې غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې د صدارت په ماڼۍ کې ترسره شوه او د آسيا د پرمختيا بانک د سيمه ئيزې برخې رييس ښاغلي کلاوز ګريهسر او د آسيا د پرمختيا بانک دافغانستان دبرخې رييس ښاغلي جوجي توکيشي هم پکې برخه لرله؛ دجمهوري رياست سرپرست د افغانستان له خلکو اوهيوادسره د آسيا دپرمختيا بانک مرستې ډيرې ارزښتناکې وبللې او زياته يې کړه چې دغومرستو دافغانستان دخلکو په اقتصادي ژوندانه کې د يادونې وړ اغيزې کړې دي.
دجمهوري رياست سرپرست ددغو مرستو له امله د مننې او قدردانۍ دڅرګندولو په ترڅ کې زياته کړه چې افغانستان په اوسنيو شرايطوکې په ټولوبرخوکې د آسيادپرمختيا بانک دمرستو دوام ته اړتيا لري اوهيله لري چې دغه بانک له ترکمنستان  څخه پاکستان او هند ته دګازو دليږدونې دنل ليکې دغځولو دپروژې په اجرا کولوکې چې دافغانستان له خاورېڅخه تيريږي؛ خپله ونډه اداکړي. ځکه دغه پروژه هم زموږ د هيواد په اقتصادي وده کې ستر رول لري.
دجمهوري رياست سرپرست په دې کتنه کې دغه راز وويل چې دافغانستان دکرنې او د اقتصادي بنسټونو د جوړولو برخه دغه راز مرستې ته اړتيا لري چې هيله لرو د آسيا دپرمختيا بانک دغه راز په دغو برخوکې هم له افغانستان سره مرسته وکړي .
د آسيا دپرمختيا بانک رييس ښاغلي تاکي هيکونکاو په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست ته ډاډ ورکړ چې موږ دافغانستان خلکو او هيواد ته زياتې مرستې په پام کې لرو.
ده زياته کړه چې د آسيا پرمختيا بانک تراوسه پورې د اقتصادي بنسټونو دبيا احياکولو، بياجوړولو او دظرفيت دلوړولو په برخوکې له افغانستان سره دڅه دپاسه څلورو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده.
ده دآسيا په پرمختيا بانک کې دافغانستان لپاره ديو وجهي  صندوق دجوړولو خبر ورکړ چې کولاى شي له افغانستان سره د نورو هيواونومرستې هم جذب کړي.
د آسيا د پرمختيا بانک رييس په افغانستان کې د رڼو او سالمو انتخاباتو د ترسره کولو هيله وکړه چې وکولاى شي قدرت په سوله ئيز ډول وليږدوي.
ديوبل خبر له مخې: جمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته په کابل کې دپاکستان د اسلامي جمهوريت سفير محمدصادق چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوره پاى ته رسيدلې ده؛ حضور ته ومانه او له هغه سره يې دمخه ښې کتنه وکړه.
په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست دپاکستان داسلامي جمهوريت دسفير محمدصادق دکاري دورې له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه: هيله ده چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې له پخوا زيات ښه والي ومومي.
دجمهوري رياست سرپرست زياته کړه چې په وروستيو کلونوکې د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ فرهنګي اړيکو پراختيا موندلې ده او خوښ دى چې زيات شمېر ځوانان د لوړو زده کړو د دوام لپاره د پاکستان دلوړو زده کړو په موسسوکې شامليږي.
په دې کتنه کې په کابل کې د پاکستان سفيرمحمد صادق له دې امله چې په دې بريالى شوى دى؛ د خپل ماموريت  په دوره کې پاکستان ته د افغانانو دسفر قانوني زمينې برابرې کړې خوښي څرګنده کړه او د افغانستان خلک يې خپل دوستان وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته