کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د انتخاباتو خپلواک کميسيون پرون ناوخته د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو ابتدايي ليست اعلام کړ.
په دې ليست کې د اتلسو تنو نومونه چې د انتخاباتو په کميسيون کې د چنګاښ دمياشتې د٢٩ نيټې دانتخاباتو لپاره دجمهوري رياست د څوکۍ د ترلاسه کولو په خاطر نومونه ليکلي و؛ په لومړني ليست کې شامل دي.
د باختر آژانس خبريال ليکي:
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د اعلام له مخې، د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله ، محمد حنيف اتمر، رحمت الله نبيل، احمد ولي مسعود، عبداللطيف پدرام، غلام فاروق نجرابي، ګلبدين حکمتيار، عبدالحکيم تورسن، سيد نورالله جليلي، عنايت الله حفيظ، زلمى رسول، نورالحق علومي، محمد شهاب حکيمي، فرامزتمنا، محمدابراهيم الکوزى، نورالرحمن ليوال او شيدامحمد ابدالي نومونه د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو په ابتدايي ليست کې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې دهېواد داساسي قانون د ٦٣ مادې پربنسټ هغه څوک چې په انتخاباتو کې د جمهوري رياست د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره نوماند بايد په خپله او د ده مرستيالان د بل هېواد تابيعت ونلري.
په داسې حال کې چې د چارو يوشمېر کارپوهان ټينګار کوي، د جمهوري رياست د انتخاباتو زياتره نوماندان چې په ابتدايي ليست کې شامل دي؛ دوه ګونې تابعيت لري .
د دوى د څرګندونوله مخې: اساسي قانون په دې باب وضاحت لري او بايد داساسي قانون او د انتخاباتو د قانون درناوى وشي او دغه موضوع دې جدي ونيول شي، له دې پرته به د انتخاباتو خپلواک کميسيون ځواب ووايي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي په دې باب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د انتخاباتو خپلواک کميسيون د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانانو د دوه ګوني تابيعت د نه روښانه کېدو په خاطر د نوماندانو د ابتدايي ليست اعلامول نه دي ځنډولي . دوى دهېواد د بهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتي و چې د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو د دويم تابيعت موضوع دې مشخصه کړي چې دغه وزارت د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته معلومات ور نه کړل.
دده د څرګندونوله مخې: دغه موضوع وخت ته اړتيا لري او که چېرې دغه موضوع د جمهوري رياست دانتخاباتو دنوماندانانو د وروستي ليست تر اعلامولو پورې روښانه شي چې کوم نوماند دوه ګونى تابيعت لري، وروستي ليست به لاره ونه مومي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي هم په دې باب ويلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کميسيو نن د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو په باب لازم سندونه دغه وزارت ته نه دي سپارلي چې د هغو له مخې د دغو نوماندانانو د تابيعت په باب له نورو هېوادونو څخه پوښتنه وشي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دمهال ويش له مخې، ټاکل شوې ده د جمهوري رياست د انتخاباتو د نوماندانو وروستى ليست د راتلوونکي کال د وري د مياشتې په شپږمه نېټه اعلام شي.
پاى ج ذ
0 2 دقیقې لوستل