کابل باختر دليندي اتلسمه :
د جمهوري رياست د سرپرست دټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس فرمان!
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ته واک ورکول کيږي چې د جنوبي افريقا جمهوريت ته له سفر څخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو سرپرستي وکړي .
په فرمان کې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه د چارو په ترسره کولوکې د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ